بسپنې غونډونه 2012/ژباړه/پونگوتهای ويډيو (نيونگه)

From Meta, a Wikimedia project coordination wiki
This page is a translated version of the page Fundraising 2012/Translation/Poongothai video (captions) and the translation is 100% complete.

00:00:01.105,00:00:02.016 پر ما خپل زده کوونکي ګران و.

00:00:03.874,00:00:08.270 د درس ورکولو په وخت کې مې د مضمون له چوکاټ نه بهر ډېر کار کاوه، پر ما خپل زده کوونکي گران وه.

00:00:09.288,00:00:11.538 زما نوم بالاسوبرامانيان پونګوتهای.

00:00:11.560,00:00:13.181 زه د هند يم.

00:00:13.721,00:00:20.791 تر 33 کالونو پورې زه د شمېرپوهنې يوه ښوونکې وم او اوس کورناستې يم،

00:00:22.230,00:00:27.095 او تر دې وروسته مې د ويکيپېډيا په سمولو پيل وکړ.

00:00:28.500,00:00:30.641 لکه څنگه چې وينۍ، زه د خپل ژوند د کورناستۍ په پړاو کې يم.

00:00:31.135,00:00:33.954 نو اوس زه ټول 24-ساعتونه وخت لرم.

00:00:34.400,00:00:39.394 زما زامن لويان دي، او پخپل ژوند اخته دي.

00:00:39.841,00:00:47.791 زه له ټولو مسؤليتونو خلاسه يم او زما د ژوند پاتې کالونه ټول يوازې زما دي،

00:00:47.841,00:00:49.341 او زه ترې خوند اخلم.

00:00:49.450,00:00:59.780 کله چې زه په ويکيپېډيا کې برخه اخلم، زه په ټوله مانا پکې ځان ښکېل احساسوم او همداراز... موږ د خپلو راتلونکو نسلونو لپاره هم يو څه له ځانه پرېږدو.

00:01:00.150,00:01:07.679 الجبر، شننيزه زمکمېچنه، زمکمېچنه هغه موضوعگانې دي چې ما ته ساده دي.

00:01:08.800,00:01:10.788 لومړی ځل ما د 'احتمالات' له ليکنې پيل وکړ.

00:01:11.450,00:01:14.169 احتمالات لومړنۍ ليکنه وه چې ما پيل کړه.

00:01:15.064,00:01:18.998 هره ورځ زه په کور کې په ويکيپېډيا کې يم،

00:01:19.445,00:01:27.217 نو زه چې خپل ټول شخصي کارونه ترسره کړم، بيا زه د خپل نېټبوک سره کښېنم او په سمولو پيل کوم،

00:01:28.450,00:01:33.769 او پدې توگه ليکنې ليکم، او زه د شمېرپوهنې په اړه نوې ليکنې کاږم،

00:01:34.500,00:01:40.310 او بيا په تاميلي ژبه چې زما مورنۍ ژبه، او زما خواپورې ژبه ده،

00:01:41.000,00:01:47.940 زه د نورو لخوا ليکلو ليکنو کې هجايي او گرامري تېروتنې سموم.

00:01:48.800,00:01:52.060 له دې څخه هر څوک که هغه شتمن او يا نېستمن وي گټه اخيستلی شي.

00:01:52.548,00:01:58.100 دلته، صرف په يوې ټوکنې، ټوله نړۍ زموږ مخ ته پرته ده.

00:01:59.130,00:02:04.340 اوس دا په ټول انټرنټ کې بشپړ مالومات برابروي.

00:02:05.298,00:02:10.710 دلته موږ قبيلوي توپيري چلند نلرو. او دا تر ټولو يو ستر شی دی.