بسپنه غونډونه 2012/ژباړه/د ويکيپېډيا اغېزه ويډيو (لمنليکونه)

From Meta, a Wikimedia project coordination wiki
This page is a translated version of the page Fundraising 2012/Translation/Impact Of Wikipedia Video (subtitles) and the translation is 100% complete.

00:00:00.000,00:00:05.000 ويکيپېډيا يو ناگټندويه بنسټ دی، خو دا د نړۍ د وېبپاڼو په #5 کتار کې شمېرل کېږي. د ويکيپېډيا ټولې ليکنې د داوطلبو ليکوالو لخوا ليکل شوي.

00:00:06.000,00:00:11.500 موږ غواړو چې يو څو کسان تاسو ته دروپېژنو...

00:00:12.000,00:00:13.000 زه د نيپال يم

00:00:13.100,00:00:14.000 زه د عراق يم

00:00:14.100,00:00:16.000 زه د هند يم

00:00:16.001,00:00:17.000 زه د نيو جرسي د بيرام يم

00:00:17.100,00:00:18.000 زه د انگلستان په برمنگهم کې اوسېږم

00:00:18.100,00:00:22.050 شيکاگو، الينويس -- لاپاز، بولېويا -- نايروبي، کينيا

00:00:22.051,00:00:24.000 کوالا لامپور، ماليزيا -- ميلان په اېټاليا کې -- جنوبي افريقا

00:00:24.100,00:00:26.100 پولنډ -- جاپان -- ارمنستان

00:00:26.200,00:00:28.000 برازيل -- روسيه -- بوټسوانا

00:00:28.001,00:00:30.500 اسراييل -- اوزبکستان -- هانگ کانگ

00:00:30.501,00:00:31.000 استنبول -- مکسيکو

00:00:31.001,00:00:32.000 چټانوگا، ټېنيسي

00:00:33.000,00:00:38.000 په 2008 کال کې د ويکيپېډيا سره د يوځای کېدلو په پيل کې، ما ډېرې ليکنې پيل کړي وې.

00:00:38.100,00:00:44.000 د هغو نه يوه، زما په اند يوه مېرمن وه چې مريم نور نومېده.

00:00:44.100,00:00:48.000 موږ د دې په اړه کومه ليکنه نه درلوده، نو -- او دا زما لومړنۍ ليکنه وه.

00:00:48.100,00:00:52.500 بيا مې دا ليکنه هېره شوه! کېدای شي دوه يا درې کاله وروسته،

00:00:52.600,00:00:57.000 کله چې په دې ليکنې بيا تېره شوم نو زه حيرانه شوم.

00:00:57.100,00:01:02.000 له 100,000 نه ډېرو خلکو دا ليکنه لوستې.

00:01:02.100,00:01:08.000 هغوی دا وکاراوه، نو پدې توگه هغوی خپل مالومات له دې ليکنې ترلاسه کړل. هغوی ليکنه مخته بوتله،

00:01:08.100,00:01:15.000 نو ته داسې احساس کوې لکه ته چې له 100,000 نه ډېر خلک اغېزمن او متاثره کړې.

00:01:15.500,00:01:19.000 کله چې ما د لومړي ځل لپاره د 'سمول' تڼۍ کېښکاږله زه ډېره بېرېدلې وم.  

00:01:19.100,00:01:24.000 ما فکر کاوه، “وه خدايه, زه به هر څه ويجاړ کړم! دا نه کېږي!  زه يې نشم کولی!”

00:01:24.100,00:01:29.000 ويکيپېډيا يوه 'برانيستې سرچینه' ده -- دلته هر څوک خپل نظر ورکولی شي

00:01:29.100,00:01:34.000 او بيا يو بل څوک راځي او هغه نظريه لاپسې ښه کوي او پدې توگه دا عالي ليکنه جوړېږي.

00:01:34.100,00:01:40.500 په زرگونو کسان هره ورځ، هره گړۍ، هره دقيقه په دې کار اخته دي چې ويکيپېډيا د ښه نه لا پسې ښه کړي.

00:01:40.501,00:01:44.000 د دې يوه ستره برخه داوطلبي ده. دا د داوطلبانه کار يوه بې سارې لار ده.

00:01:44.100,00:01:49.000 دا د يوې ځانگړې موضوع هغه مينوال چې اماتوران او کارپوهان دي دواړه سره يو ځای کوي.

00:01:49.100,00:01:54.000 هغو خلکو چې په پيل کې يې بېلابېل نظرونه درلودل په گډه ملکاري يې پيل کړه.

00:01:54.001,00:01:58.500 د دې يوه ستره برخه چې ته به گومان کوې چې د يوه لوی انټرنټي بنسټ لخوا اداره کېږي

00:01:58.501,00:02:01.000 زما په شان د داوطلبانو لخوا پرمخ بيول کېږي.

00:02:01.100,00:02:05.000 ته نشې کولی چې ووايي، “ښه، زه سم يم، ته ناسم يې، دا د همدې ليکنې زما بڼه ده!”

00:02:05.100,00:02:07.000 که چېرته هلته د بې پرېتوب يوه ستونزه وي،

00:02:07.100,00:02:11.000 نو بيا احتمالاً يو چا رپی داره کړې او که نه، همدا اوس زه هغه رپی داره کولی شم.

00:02:11.000,00:02:13.000 په سلگونو او زرگونو خلک دا گوري

00:02:13.001,00:02:15.000 او سموي يې.

00:02:15.001,00:02:16.400 او بيا مې چې تڼۍ کېښکاږله او

00:02:16.401,00:02:19.600 بهوم - پدې توگه لړۍ پيل شوه او ډېره ښه وه.

00:02:19.601,00:02:21.000 لومړی ځل ما د 'احتمالات' له ليکنې پيل وکړ.

00:02:21.001,00:02:24.000 'احتمالات' لومړنۍ ليکنه وه چې ما پيل کړه.

00:02:24.001,00:02:26.000 په ويکيپېډيا کې زما يوه اهمه ليکنه

00:02:26.001,00:02:27.400 د جراحيه ټپونو په اړه ليکنه وه

00:02:27.401,00:02:29.000 ما د کب نيونې په اړه ليکلی

00:02:29.001,00:02:32.000 د مونټانا تاريخ، د ملي پارک تاريخ، يلوسټون.

00:02:32.001,00:02:36.100 لږ کاراچول شوې کرکېله. شترنج بازان. حياتي تنوع.

00:02:36.101,00:02:39.100 د پوځي تاريخ موضوعگانې. د امريکا تاريخ. د روم تاريخ

00:02:39.101,00:02:42.100 قاضيان. اړيکتيا. ژوندليکونه. فوټبال

00:02:42.101,00:02:45.901 آيرلنډ. پېنسلوينيا. اکثراً انځورگري.

00:02:45.901,00:02:47.600 پېنک فلويډ. پخلی، ځکه چې پخلي سره مې مينه ده.

00:02:47.601,00:02:50.200 اتومي وسلې او وړانگمنېدنه

00:02:50.201,00:02:52.000 او د څپڅپانده اوبو بېړۍ چلونه.

00:02:52,201,00:02:56.000 لا تر اوسه پورې هلته ډېر داسې مالومات دي چې يو ډول پاشلي او تيت دي

00:02:56.001,00:02:59.000 او موږ دا ټول سره يو ځای کوو په يوه ځای کې.

00:02:59.100,00:03:03.000 موږ هر چا ته وړيا پوهنه وکوو

00:03:03.101,00:03:07.000 د هغوی په خپلې مورنۍ ژبه چې هغوی يې وکارولی شي.

00:03:07.501,00:03:11.000 له دې څخه هر څوک که هغه شتمن او يا نېستمن وي گټه اخيستلی شي.

00:03:11.001,00:03:16.000 گټندويه ملتونونه د کار بېلابېل اسباب او غوښتنې لري.

00:03:16.500,00:03:22.000 د ويکيمېډيا بنسټ لخوا نه، زه تنخوا نه اخلم او زه آن لگښتونه هم په خپل ځان نه اخلم.

00:03:22.001,00:03:25.500 زما په اند دا ډېره اهمه خبر ده چې زه يې په ښه ښکاره توگه وايم،

00:03:25.501,00:03:30.500 وگورئ، کله چې زه له تاسې نه د پيسو غوښتنه کړم، زه له تاسې نه د ځان لپاره دا پيسې نه غواړم --

00:03:30.501,00:03:36.000 زه له تاسې نه دا پيسې د دې بنسټ لپاره غواړم او دا هغه ډله ده چې د دې بې سارې ټولنې ملاتړ کوي او زه يې يو غړی يم.

00:03:36.501,00:03:41.400 زما په اند ويکيپېډيا ما ته دا چانس راکړ چې په رښتيا زه په نړۍ کې يو ستر بدلون رامنځ ته کړم.

00:03:41.401,00:03:48.000 دا ستاسې د راتلونکي لپاره، ستاسې د ماشومانو د راتلونکي لپاره د يوې پانگې په څېر ده.

00:03:53.401,00:03:57.000 مننه

00:04:00.000,00:04:03.000 د دې ويډيو مېنځپانگه د کريټيف کامنز ورته شريکولو اړوندېدنې منښتليک v3.0 (http://creativecommons.org/licenses/by-sa/3.0) پر بنسټ خپرېږي او يا هم په بله وينا. دا هنري کار اړوندېږي و: وکټور گريگاس, ويکيمېډيا بنسټ. پدې ويډيو کې وييل شوې څرگندونې په ځانگړي توگه هغو وگړو ته چې په دې ويډيويي ټوټه کې راښکاره شوي اړوندېږي او اړينه نه ده چې د دوی نظرونه د کوم ملتون، تنظيم او يا انستيتيوت هغو تگلارو ښکارندويي وکړي چې دا وگړي يې غړيتوب لري. د ويکيمېډيا بنسټ او د هر بل تنظيم سوداگريزې نښې او لوگوگانې د کريټيف کامنز منښتليک او شرطونو پر بنسټ نه دي نغاړل شوي. د ويکيمېډيا سوداگريزې نښې، چې ويکيپېډيا او د جنجالچوکاټ ټوپۍ لوگو ده، د ويکيمېډيا بنسټ د سوداگريزو نښو په توگه نومليکل شوي. د نورو مالوماتو لپاره، لطفاً زموږ د سوداگريزو نښو د تگلارې مخ وگورئ، http://www.wikimediafoundation.org/wiki/Trademark_Policy or contact trademarks@wikimedia.org.

00:04:03.000,00:04:05.000 دا ويډيو د کريټيف کامنز د منښتليک له مخې خپرېږي.

00:04:05.001,00:04:09.000 د ويکيپېډيا په شان، دا هم د کاپي کولو، ريمکس کولو او شريکولو لپاره وړيا دی.