د ۲۰۲۶ کال د اوکراین د کلتوري ډیپلوماسۍ میاشت
Appearance
Ukraine's Cultural Diplomacy Month 2026
[Social media: #UCDMonth] • [Link here: ucdm.wikimedia.org.ua]
د اوکراین د کلتور په اړه د ویکي پیډیا د پوښښ زیاتولو لپاره ښه راغلاست!
- څه: دا د لیکنې یو سیالي ده چې موخه یې د اوکراین د کلتور او خلکو په اړه په ویکيپېډیا کې په بېلابېلو ژبو د مقالو جوړول او ښه کول دي. د هغو مقالو نوملړ چې باید پرې تمرکز وشي، د سیالۍ د تنځیموونکو له خوا وړاندې شوی دی. تر ټولو فعال ګډونوال به جایزې ترلاسه کړي.
- څه وخت: د لیکنو یا مقالو دا سیالۍ ۰۰:۰۱, ۱ اپريل ۲۰۲۶ (UTC) until ۲۳:۵۹, ۳۰ اپريل ۲۰۲۶ (UTC).
- څنګه: دا سیالي په خپل جوړښت کې خورا ساده ده او ۴ پړاوونه لري: د کار لپاره مقالې غوره کړئ ← د خپل کار په بدل کې نمبرې ترلاسه کړئ ← هڅه وکړئ چې تر ټولو زیاتې نمبرې وګټئ ← او د خپلې ونډې په بدل کې جایزه ترلاسه کړئ!
- څوک: هر ویکي پیډیا لیکوال چې په هرې ویکي کې حساب (اکونټ) ولري، کولی شي د دې کمپاین برخه شي. د ګډون لپاره، تاسو اړتیا لرئ چې د ګډونوالو په برخه کې خپل نوم ثبت کړئ.
- ولې: د دې سیالۍ له لارې، موږ هیله لرو چې د اوکرایني خلکو لپاره د کلتوري پدیدو په اړه مقالې ښې کړو او په ویکيپېډیا کې د لوړ کیفیت لرونکي مالومات ډاډمن کړو. دا سیالي د ویکي میډیا اوکراین له خوا د اوکراین انسټیټیوټ او د اوکراین د بهرنیو چارو وزارت په همکارۍ تنظیم شوې ده.
- پخواني کمپاینونه






