مېټا: د ژباړې غوښتنې

From Meta, a Wikimedia project coordination wiki
This page is a translated version of the page Meta:Translation requests and the translation is 100% complete.
د مېټا ویکي ژباړنې تالار ته ښه راغلاست. دا مخ په مېټا کې ژباړې غوښتنې ښکاروي. همدا تاسو ته مالومات درکوي او مرسته درسره کوي چې څنګه ژباړه کولای شئ او څنګه ژباړې کولو لپاره ګڼون جوړولای شئ. لا نورو ټولنيزو مالوماتو لپاره بابیلون وګورئ.

څنګه یې وژباړو

  1. په ژباړونکو ډېشبورډ کې هغه څه ومومئ چې تاسې يې ژباړل غواړئ
  2. اړونده برخې باندې ټک وکړئ
  3. ژباړه پېل کړئ

تفصيلاتو لپاره لارښوونې وګورئ.

د ژباړې غوښتنه څنګه وکړو

  1. که تر اوسه شتون نلري، هغه مخ دلته ورغوئ کوم چې په مېټا ویکي باندې ژباړلی غواړئ.
  2. مخ ژباړې ته چمتو کولو لپاره لارښوونه وڅارئ (د لارښوونې 1 او 2 پړاوونه)
  3. ژباړونکي پازوالان (یا تاسې پخپله که یو یې تاسو یئ) به $پاڼې باندې مخ ګوري او ژباړنې لپاره به یې په ګوته کوي (د لارښوونې 3 پړاو)

که تاسې نه پوهېږئ چې څه وکړئ او سندونه مرسته نه درسره کوي یا د ژباړنې پازوالانو ستاسو غوښتنه نه وي کتلې نو، مرسته وغواړئ.

غوړه کړنې په لنډه توګه (نور ولولئ):

  • د منبعې لیک تر خپله وسه پورې صفا او د سر خلاصېدو وړ ولیکئ. د لیک ژباړلو په وخت سپیناوی اړین دی.
  • کوم متنونه چې له مېټا بهر دي، پکار ده چې هغوی لپاره یو څه سپیناوی یا یې تړنه ولیکئ چې د اصلي متن وضاحت وشي.
  • دا فکر وکړئ چې کوم وخت دا ژباړه تاسې چمتو غواړئ او هغه به کومه ژبه وي چې زیاته اړونده وي او دا لیک ور وژباړل شي، دا ځانګړنې پر همدغه مخ په ګوته کړئ.

تاسو کله کله د مرستې غوښتنه کولای شئ په $لړلیک کې، چې د ويکيميډيا ژباړونکو لپاره د برېښليکونو لړلیک دی.

تاسو د ژباړنې وړتیا په اړه نور دلته لوستلای شئ.

د ويکيميډيا بنسټ ویکي

له دې بره غوښتنو څخه ځينې، او یو څه د لاسي غوښتنو څخه د ژباړو په انکړ کې، د هغو پاڼو په اړه دي یا وې کومې چې په ويکيميډيا فاونډیشن ډاټ ارګ باندې (هم) شتون لري چې به علاقمندانو سموونکو او ټرانس‌کام سمبالولې (تر می 2013 پورې)، خوندي‌ځایونو لپاره څېرمه مخونه وګورئ.

که تاسو غواړئ د ويکيميډيا بنسټ کومه وېبپاڼه یا خپرونه وژباړئ او هغه د پرانیستلو جوګه نه وي، نو له سیمه ایزو چار سمبالو سره اړیکه ونیسئ، لکه د ویکي بنسټ چارواکي .

په 2021 کې، د ويکيميډيا بنسټ ویکي د اېس یو اېل له لارې ور ننوتلو منښت پېل کړ د نورو ویکي ګانو غوندې، خو د لیکنې نوم‌تشې سمول محدود دي. د خبرو اترو مخونو او ژباړو سمول هر څوک کولای شي. چې په پایله کې یې، تاسو کولی شئ مستقیم په ویکي کې وژباړئ. د لا نورو مالوماتو لپاره، د ويکيميډيا بنسټ ګوورنېنس ویکي وګورئ.

دا هم وګورئ